غوڅ ملاتړ د دوه امريکايي پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۵)
په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندې د غوڅ ملاتړ ماموريت د دوو تنو امریکايي پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموريت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه تنه پوځيان د چهارشنبې په ورځ وژل شوي خو په دې اړه يې لا ډير جزيات نه دي ورکړي.
غوڅ ملاتړ دا هم نه دي ويلي چې دغه امريکايي پوځيان د افغانستان په کوم ولايت کې او نه يې هم د وژل کيدو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.
د يادونې ده، چې د امریکا پوځي ورځپاڼې ميليټري ټايمز هم وړمه ورځ د یوه پخواني پوځي او اوسني قراردادي د وژل کيدو خبر ورکړی و چې په وينا يې د جون په لومړۍ نيټه په افغانستان کې په يوه پيښه کې وژل شوی دی.
سرچينې ويلي و چې اووه ويشت کلن کيون یلي دا مهال په افغانستان کې د یوه قراردادي په توګه دنده کوله او د هاوان مرمۍ د چاودنې په یوه پېښه کې ووژل شو.
که څه هم امریکا په افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې له پيل راهيسې د وژل شويو امریکايي پوځيانو رسمي شميرې نږدې دوه نيم زره تنه ښيي خو د راپورونو له مخې افغانستان کې تر هغې څو چنده زيات امريکايي عسکر او د هغوی متحدين وژل شوي چې دوی يې رسنيو سره معلومات شريکوي.
ډير کله بهرنيانو د خپلو عسکرو تلفات په دې موخه پټ ساتلي چې په نورو پوځيانو بد اثر ونه کړي او د هغوی مورال ورسره وساتل شي.
دغه راز ډير کله بهرني عسکر د شپنيو عملياتو پر مهال د طالبانو له وسله والو بريدونو او یا هم د بهرنيانو پر نظامي هډو د توغنديزو بريدونو سره مخ کيږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان دغه تلفات له رسنیو پټ ساتي.



