بشري حقونه: عملياتو کې د ملکي تلفاتو موضوع مو ګډو ځواکونو سره شريکه کړې؛ هيڅ پام ورته نه دی شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۵)

په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري د شپنيو عملياتو زياتېدو سره د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی چې تر دې دمه هيڅ لوري د دغه تلفاتو د مخنيوي په اړه لازم اقدامات نه دي کړي.

په افغانستان کې د بشري حقنو اداره وايي، په عملياتو کې د ملکي تلفاتو اړوند ګڼ شکايتونه ورته رسيدلي او په ځانګړي ډول د هغو عملياتو چې بهرنيان پکې دخيل دي.

د بشري حقونو ادارې مشر لعل ګل لعل وايي، په عملياتو کې ملکي خلکو ته د تلفاتو موضوع يې ډير کرته له افغان او بهرنيو چارواکو سره شريکه کړې خو لا هم ورته پام نه دی شوی.

نوموړی زياتوي، شپني عمليات دوه ډوله دي، یو يې د دولتي ځواکونو له خوا ترسره کيږي چې تر ديره پکې خپل هدف ترلاسه کوي په وينا يې دوهم هغه نامعلم بهرني ځواکونه دي چې دلته ميشت دي، عمليات کوي، خلک ترې ډير تنګ دي، عام خلک وژني، له ځانونو سره يې وړي او کورونه يې ورته ورانوي.

په عين حال کې د دفاع وزارت وياند زبير عارف وايي، په افغانستان د ملي امنيت د ځانګړو قطعو صفر دوه، صفر یو، د ملي اردو او کومانډو ځواکونو له خوا هم په بيلابيلو هدفونو تر معلوماتو ټولولو وروسته عمليات کېږي خو په خبره يې د ګډو ځواکونو د زياتيدونکو عملياتو سره ملکي تلفات هم زيات شوي چې د خلکو له غبرګونوسره مخ شوي دي.

د عارف په وينا، دوی چې هر ځل عمليات کوي له څارنوالۍ او محکمې امر ترلاسه کوي بيا عمليات په کار اچوي.

د یادونې ده، چې په وروستيو کې ډير ځله د ملي امنیت د ځانګړو قطعو، کومانډو او ګډو ځواکونو عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، د خلکو کورونه، دوکانونه، مدرسې، بازارنونه او عامه ځآيونه نړول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button