رسنۍ دې د طالبانو ګواښ بابيزه نه بولي

ليکوال احمد منصور
د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو د نظامي کميسيون لخوا رسنيو ته ګواښ وشو تر څو هغه تجارتي اعلانونه بند کړي چې د طالبانو بد تصوير پکې ښودل کېږي طالبانو رسنيو ته يوه اوونۍ وخت ورکړ تر څو دغه ماجرا بنده کړي د نه بنديدلو په صورت کې طالبان به مجبور شي چې د رسنيو پر وړاندې خپل توند عکس العمل وښايې.
خو د خبريالانو فدراسون وايې: هېچا ته اجاﺯه نه ورکوي څو دوي ته قوانين وټاکي او له طالبانو يې غوښتي چې خپله اعلاميه دې بېرته واخلي.
ﺯما په آند لا تر اوسه رسنيو دا نه ده درک کړې او يا ترې هېر شوي چې طالبان څه ډول خپل ګواښ ته عملي جامه ور اغوندي ،
غواړم فدراسيون، د رسنيو مسٶلينو او خبريالانو ته د طالبانو شپږ او څلور کاله مخکيني ګواښونه ور په ﺯړه کړم چې خپلو ګواښو ته يې څه ډول عملي جامه ور واغوسته.
له نن څخه تقريبا شپږ کاله دمخه چې کله د طالبانو له لوري په داخلي مزدورانو او بادارانو يې بريدونه ﺯيات شول نو دوي غچ د پلچرخي له شپږ تنو اسيرو طالبانو واخيست او اعدام يې کړل طالبانو هغه وخت ګواښ وکړ چې نور به قاضيان او څارنوالان خپل هدف ګرﺯوي هماغه ول چې دهېواد په مختلفو ولاياتو کې يې قاضيانو،څارنوالانو باندې بريدونه وکړل.
همدا ډول څلور کاله دمخه طلوع او يک ته هم د طالبانو له لوري ګواښ وشو لامل دا و چې دغو دواړو رسنيو د طالبانو په اړه ناسم خبرونه خپاره کړي ول او يو شمېر تورونه پرې پورې کړي ول چې بيا له ګواښ کولو څخه څو اوونۍ روسته د طالبانو له لوري د طلوع رسنۍ هغه بس تر هدف لاندې ونيول شو چې د خبريالانو لېږد رالېږد مسؤوليت يې درلود.
رسنۍ دې په دې وپوهيږي چې طالبانو لا اوس هم تاسو سره ډيره ګوذاره کړې ځکه تاسو دا درې لسېزې په هېواد کې د هندي او غربي تهذيب،کلتور په مروجولو بوخت ياست.
که تاسو په امريکا ډاډه ياست چې امنيت به مو وساتي نه هيرېدونکي اشتباه مو کړې ځکه هغه امريکا چې سره له ټانګونو او طيارو د خپل ځان امنيت ونه شو ساتلى نو څه ډول به ستاسو ساتنه وکړي؟
که تاسو د هغه فاسد نظام په پوليسو ډاډه ياست چې ستاسو امنيت به وساتي ستره تيرونه مو کړې هغه ځکه چې د همدغه نظام ساتونکي د طالبانو د بريدونو له ويرې پوستې او بيزونه تخليه کوي او تښتي چې ښه بېلګه يې د ميدان وردګو جلريز ٶلسوالۍ د ﺯيولات بېس او د مركز پوستې دي چې دوه ورځې دمخه يې پرېښودې، نو فلهذا د رسنيو مسؤولين او خبريالان که غواړي چې ځانونه د طالبانو له بريدونو خوندي کړي له يک طرفه قضاوت او طالبانو پر ضد د تجارتي اعلاناتو تر عنوان لاندې له اسخباراتي ډرامو خپرولو څخه دې ډډه وکړي او د طالبانو ګواښ دې بابيزه نه بولي.



