غزني: د خوګياڼو ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۵)
د غزني ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د خوګياڼو ولسوالۍ امنيه قوندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د غزني د ولايتي شورا رئيس نصير احمد فقيري وايي، د خوګياڼيو ولسوالۍ امنيه قومندان باندې نن سهار د ماین چاودنه شوې چې د نوموړي په شمول د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د فقيري په وينا، پېښه د خوګياڼيو ولسوالۍ امنيه قومندانۍ ته نږدې رامنځته شوې ده.
که څه هم د خوګياڼو ولسوالۍ اصلي مرکز له تيرو ډيرو کلونو راهيسې د طالبانو تر حاکميت لاندې ده خو د يادې ولسوالۍ نقليه مرکز چې د غزني مرکز مربوطاتو کې يې فعال کړی هم وخت ناوخت طالبانو سقوط کړی دی.



