مجاهد: د دوو امريکايي پوځيانو په شمول ۹۶ عسکر وژل شوي؛ ۴۳ نور تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۵)
د راپورونو له مخې، طالبانو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې پر نظامي تأسيساتو او پوځي مرکزونو بريدونه کړي چې په وينا يې د دوو امريکايي عسکرو د وژل کيدو تر څنګ له سلو زياتو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې طالبانو په تيرو څلورويشت ساعتونو کې په یوويشت ولايتونو کې ۴۸ لوی او کوچني بريدونه کړي دي.
نوموړی وايي، د بريدونو په ترڅ کې د دو امريکايي پوځيان، د پوځ نهه قومندانان او ۹۶ تنه د کابل ادارې عسکر، پوليس او اربکيان وژل شوي، ۴۶ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو بريدونو پر مهال يوولس پوستې طالبانو نيولي چې پکې اته تنه عسکر ژوندي نيول شوي او ۴۳ تنه نور په خپله خوښه تسليم شوي دي.
د مجاهد په وينا، د بريدونو په ترڅ کې ۳۶ميله سپکې- درنې وسلې او نظامي مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.
خبرپاڼه کې د درې طالبانو د وژل کيدو او لس نورو د ټپي کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.
که څه هم د دفاع وزارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي خو په یاد وزارت کې باوري سرچينې وايي چې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې په وروستيو کې د طالبانو بريدونه زيات شوي چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په یوه اعلاميه کې د دوو امریکايي پوځيانو د وژل کيدو خبر ورکړ چې په وينا يې په څلورويشت ساعته کې به يې هويت په ډاګه کړي.
قاطع ملاتړ د یادو پوځيانو د وژل کيدو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، د ميدان وردګو په سيدا اباد ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه کمين په ترڅ کې دوه امریکايي عسکر وژلي دي.



