له حرم نه رخصتي. م بسم الله حيدري جان

زړه  مې  نه  درځنې کیږي  یم مجبور مدینې

زماپه سترګوکې به پروت وي ستاانځورمدینې

 

چې جانان مې دلته پاتې زه ترې لاړلکه یتیم شم

ډک زړګی به تشوم  په  ویر  ضرور  مدینې

 

چې سلام ته یې راتلم له هرلمانځه نه مخکې وروسته

په مرقد  یې تیریدم  لکه  مخمور  مدینې

 

له دې چم نه په ژړا ژړا روان یمه خپل کورته

له عجم نه به شي جوړ راته تنور مدینې

 

په حرم کې به دې توی کړم څوله غم نه ډکې اوښکې

ستاهرڅه دچا په  وجه ډک له نور مدینې

 

رخصت راکړه روانیږم درنه ځم حیدري جان

دهجران ترخه به خورم لکه  کافور مدینې

مربوطه مطالب

Back to top button