کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۰چنګاش، ۱۳۹۸)
د ورکړل شویو راپورونو پر اساس چې ایران د یورانیمو تولید له ټاکلي حد څخه زیات کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د دې هیواد د یورانیمو تولید له هغه حده اوښتی چې له ځواکمنو هیوادونو سره پرې هوکړه شوې وه.
ایران دا ګام وروسته له هغه اوچت کړی چې په دې وروستیو کې امریکا په دې هیواد سخت اقتصادي بندیزونه لکولي دي.
د نړیوالې اټومې انرژۍ د ادارې مفتشینو هم ویلي وو چې د ایران د یورانیمو په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د نړۍ له پنځو ځواکمنو هیوادونو سره اتومي تړون کړی وو خو ټرمپ امریکا له دې تړونه وایسته او برسیره پر دې یې په ایران یو شمیر بندیزونه هم وضع کړل.
ایران ګواښ کړی وو چې د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې به خپل اتومي پرواګرام چټک کړي.
د امریکا او ایران په دې وروستیو کې اړیکې سختې ترینګلې شوي او لا هم دا کړکیچ ختم شوی نه دی.

















