کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۰چنګاش، ۱۳۹۸)
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به له ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په پار امریکا ته ولاړ شي.
د راپورونو پر اساس چې عمران خان به دا سفر د جولای په ۲۰مه ترسره کړي او پنځه ورځې به دوام وکړي.
عمران خان په داسې حال کې امریکا ته ځي چې ډونالډ ټرمپ په دې هیواد سلګونه میلیونه ډالر مرستې ودرولې او دا هیواد یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.
ټرمپ همدا راز وویل چې د تیرو پنځلو کلونو په اوږدو کې یې پاکستان ته ۳۶میلیاره ډالر ورکړي خو دوی په مقابل کې ورته له درواغو پرته بل څه نه دي ورکړي.
پاکستان د امریکا دا ادعا ردوله او ویې ویل چې د افغانستان په جګړه کې پاکستان له امریکا سره یوځای زیاته قرباني ورکړې ده.
عمران خان به د خپل دې سفر په ترڅ کې کوشش وکړي چې امریکا ته ځان ورنږدې کړي او اړیکې یو ځل بیا له سره ورغوي.

















