کابل ټکي کام( سه شنبه، ۱۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دا هیواد د اور له لمبو سره لوبې کوي.
ټرمپ دا خبره وروسته له هغه کړې چې ایران تیره ورځ د یورانیمو د زیات تولید خبر ورکړ.
ایران دا ګام وروسته له هغه اوچت کړی چې امریکا په دې هیواد ځیني بندیزونه وضع کړل او ایران یې په ګواښ کې وویل چې د دوو میاشتو په اوږدو کې که امریکا خپل بندیزونه بیرته وانخلي نو دوی به اتومي پروګرام ګړندی کړي.
له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې هم د ایران د یورانیمو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې او پکې ویل شوي چې امریکا او متحدین به یې ایران هېڅکله پرینږدي چې د اتومي وسلې خاوند شي.
د اعلامیې په وینا چې په ایران به د بندیزونو لړۍ همداسې دوام کوي او په ټکو یې چې دا هیواد باید د یورانیمو له غني کولو لاس په سر شي.


















