(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۲)
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د لاهور په نړيوال هوايي ډګر کې په وسله وال بريد کې دوه تنه وژل شوي دي.
پيښه نن د چهارشنبې په ورځ د هوايي ډګر د ودانۍ څخه بهر هغه ځای په انتظار ځای کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان دنيا نيوز د خبر له مخې، دو تنو بريدګرو هغه دوه کسان په نښه کړي چې له عمرې بيرته راستانه شوي و.
سرچينه زياتوي، دغه پيښه د شخصي دښمنۍ پر اساس رامنځته شوې او بريد کوونکي د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

















