کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۱۳چنګاش، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړي مولوي محمد نبي عمري ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش لا موافقه نه ده راغلې.
عمري د بي بي سي له خبریال عنایت الحق یاسیني سره په خبرو کې ویلي چې په ډیرو شیانو موافقه راغلې ده.
د ده په وینا یوازینی مشکل چې دی، هغه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش د توافق نه شتون دی.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې په خبرو کې ۸۰ او ۹۰ فیصده پرمختګ راغلی دی.
که څه هم ویل کیدل چې اووم پړاو خبرې دریو ورځو ته پلان شوې وې خو هغه نن شپږمې ورځې ته وغځېدې، ویل کیږي چې نن به د خبرو وروستۍ ورځ شي.
تیر ماخستن ناوخته د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي عبدالطیف منصور نن ټکي اسیا ته وویل چې دواړو خواوو په دې موافقه کړې چې ګډه اعلامیه به خپره نه کړي.


















