پر مسیحیت سربیره اوس د کابل په زړه کې د بهائیت فتنه!!

ډاکټر یوسف اکبري

ګرانو متدینو هېوادوالو!

د هیواد په دې حساسو او بحراني شرایطو کې زمونږ د هیواد او ګران ملت قسم خوړلو دښمنانو د ځینو خلکو د ناپوهۍ او کمزورۍ نه په استفادې سره د هیواد ټولې مادي او معنوي شتمنۍ په نیستۍ بدلې کړي، زمونږ د هیوادوالو امنیت او آرامتیا یې په بې امنیتۍ او د هیواد آرامه اوضاع یې په ګډوډۍ بدله کړې ده.

دې اوضاع د باطلو دینونو او بې لارې شویو فکرونو د پیروانو لپاره زمینه برابره کړېده څو له دې ناوړه وضعې او د خلکو د فکر او قتصادی فقر نه په استفادې سره لاس په کار شي او د مرستو د وړاندې کولو له لارې او همداراز د بې لارې کوونکو کتابونو په ویشلو سره او د عیش او نوش او ناوړه او مختلفطو زمینو په برابرولو سره  او له اسلام نه د پخوانیو دودونو په راژوندی کولو سره هغوی د اسلام د مقدس دین نه بې لارې کړی او د خپلو دینونو او مذاهبو پیروان یې وګرځوي.

هغه مذهب چې د انګلیسي استعمار په مستقیمه لارښوونه او مرستې او لاس نیوي  او د غرب په بې دریغه مرستو او تر ټولو مهم د فاسدو یهودو لخوا یې په ایران کې بنسټ کیښودل شوی او د فساد ریښې یې د خلکو د بې لارې کولو او فساد او افساد او د اسلام د مبارک دین نه د مرتد کولو او د انګلیس او غرب لپاره د مستقیمې نوکرۍ په هغه هیواد کې او ورپسې په پاکستان کې او دادی اوس زمونږ د ځینو ناپوهه هیوادوالو په مینځ کې او کله ناکله زمونږ د اړو خلکو په مینځ کې پراختیا موندلې او لرا هم پراخیږي.

دا باطل مذهب اوس په ټولې بې حیایۍ او د موجوده آزادۍ نه په سوء استفادې سره د اسرائیلو او د یو شمیر غربي هیوادونو په مادی حمایت د افغانستان د  مسلمان ملت اسلامی او ایمانی غیرت ته په بې تفاوتۍ سره په دې وروستیو درې لسیزو کې چې دوه میلیونه بهترین بچیان یې له اسلام او اسلامي انقلاب نه قربان کړي او نړیوال کمونیزم یې د نړۍ له سیاسی او فرهنګي صحنې نه محوه او له مینځه وړی نړۍ یې د روس له اسارت نه ژغورلې او هم اوس حاضر دی څو په زرګونو نور بهترین ځوانان د اسلام او اسلامي دعوت نه قربان کړي.

د دې کرغیړن مذهب واردوونکو اجیرانو زمونږ د ځوانو کم تجربه او کم علمه خویندو او وروڼو په دعوتولو پیل کړی او داسې ریښی یې غزولې چې پرته له کومې ویرې د خپلو کفري او بې لارې کوونکي پروګرامونو په خپرولو آن د پلازمینې کابل په زړه کې مصروف دي.

له دې امله مو دا لیکنه اړینه وبلله څو هیوادوال مو له دې بې لارې کوونکو او د کفر او اسرائیلو او یهودو د نوکري کوونکې ډلې سره له نږدې اشنا شي ځانونه او خپل اولادونه د دې غلیمانو په دام کې له پریتو وژغوري او د دې ډلې د رسوا کولو لپاره د خپل توان سره سم عملي ګامونه هم واخلي، څو تر دې زیات زمونږ دا ملت ټوټې ټوټې نه شي او نور نړیوال کفر د ډول ډول دسیسو ښکار نشي او د علماو، پوهانو، دعوتګرانو، با فرهنګه او ویښو ځوانانو او د ټولو ګرانو مسلمانو هیوادوالو د لا زیاتې ویښتابه وسیله وګرځي. او د دې جوګه شي څو وکولای شو په ګډه له یو بل سره په لاس ورکولو د دې کافرانو دسیسې خنثی کړای شو او د الله تعالی رضا او د دارینو نیکبختي ترلاسه کړو او د اسلام او محمدي علیه السلام دعوت پر وړاندې خپل پور ادا کړو.

د میلادي نولسمې پیړۍ په مینځینو کې د انګلستان ښکیلاکګر مشران په لندن کې سره راغونډ شول او له زیات فکر او دقت نه وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې د دوی پر وړاندې تر اسلام بل پیاوړي او غښتلي او ستر ځواک وجود نه لري  او باید په هر شکل چې کیږي دا ستره او پیاوړې کتله له مینځه یوړل شي او پراګنده کړل شي، خو د یرغل او مقابلې له لارې نه؛ بلکې د باطلو او ځان خرڅوونکو ډلو د تشکیلولو له لارې او هغه هم په خپله د مسلمانانو له مینځه، څو وکولای شي په خپله خپل اسلامي اصول او اساسات نقض کړي او باید د دا ډول ډلو او ارګانونو د تشکیلولو په موخه زیاته پانګونه وکړل شي څو مشهور افراد یې په هره بیه چې کیږي واخیستل شي او یا ورسره بې خرته مالي مرستې وکړل شي.

بالآخره له زیاتې پلټنې وروسته یې میرزا حسین په ایران کې او غلام احمد  قادیاني په هند کې انتخاب کړل چې لومړنی د بهائی مذهب بنسټ ایښودونکی او دوهم د قادیانی مذهب بنسټ ایښودونکی وګرځید.

…نور بیا

مربوطه مطالب

Back to top button