ترکیې دناکامې کودتاه تر شاه دلاس لرلو په تور دلسګونه پوځیانو نیول پیل کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دترکیې ځینو رسنیو راپورونه ورکړي چې دې هېواد د ۲۰۱۶ میلادي کال د ناکامې کودتاه ترشاه دلاس لرلو په تور د خپل پوځ د ۱۷۶ غړو د نیولو امر کړی دی.
راپور زیاتوي، د استانبول لویې څارنوالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو پوځیانو کې چې د نیولو امر یې صادر شوی، یو ډګروال، دوه ډګرمنان، پنځه جګړنان، اووه تورنان او ۱۰۰ نور لومړي بریدمنان شامل دي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت ادعا کوي چې په امریکا کې مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای میاشتې د ۱۵ ناکامې کودتا اصلي طراح دی.
ګولن په دې کودتا کې لاس لرل رد کړي دي. ترکیې په وار وار له امریکا د ګولن د سپارلو غوښتنه کړې خو امریکا رد کړې ده.
تر اوسه لاهم دغو پوځیانو او امریکامېشت مذهبي مشر ګولن په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خوددغو پوځیانو ځیني غړي نیول شوي او دنورو پلټنه روانه ده.



