کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۸چنګاش، ۱۳۹۸)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چین ته روان شوی دی.
نوموړي په خپل ټویټر لیکلي چې نن سهار له طالبانو سره له یو ملاقات وروسته چین ته رهي شوم.
ده همدا راز ویلي چې له هغه وروسته به واشنګټن ته ولاړ شم او هلته به د خپلو خبرو په اړه راپور ورکړم او مشورې به وکړم.
” ما نن له طالبانو سره نن سهار یو ملاقات لاره، زه اوس د چین پر لور روان یم، بیا به واشنګټن ته ولاړم شم، ترڅو هلته د خپلو خبرو په اړه راپور ورکړم او سلا مشورې هم وکړم.”
د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې د جون میاشتې پر ۲۹مه پیل شوې او تر ننه یې دوام وکړ.
په دې خبرو کې درې ورځې رخصتي وه چې یوه د جمعې ورځ وه او دوه ورځې بیا د بین الافغاني مجلس لپاره وه.
باید وویل شي چې د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې ډیرې مهمې بلل شوي او د دواړو خواوو په ویناوو چې زیات پرمختګ راغلی دی.


















