(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۹)
د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، په شمالي وزيرستان کې ماین چاودنې څلورو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي امنيتي چارواکي وايي، چاودنه نن سهار د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کې هغه مهال شوې کله چې پوځيان په ګزمه بوخت و چې په ترڅ کې يې یو پوځي وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
تيره مياشت هم په یاده سيمه کې پر پوځي موټر چاودنه شوې وه چې د درې افسرانو په شمول پکې څلور سرتيري ووژل شول.
په خړ کمر سيمه کې تر دغه چاودنو مخکې د پي ټي ام او پوځ تر منځ شخړې هم رامنځته شوې وې چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.


















