کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۹چنګاش، ۱۳۹۸)
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ وایي چې دوی په داسې یوه طرحه کار کوي ترڅو د هرمز تنګي او باب المندب په نړیوالو اوبو کې یو پوځي ائیتلاف رامنځته کړي.
دوی دا کار د دې لپاره کوي چې د بیړۍ چلونې لپاره ازاده او ډاډمنه فضا رامنځته کړي.
د جوزېف ډنفورډ په ټکو: ” موږ له ځینو هیوادونو سره په اړیکه کې یو ترڅو دا باور ترلاسه کړو چې موږ یو داسې ائیتلاف رامنځته کولای شو چې په هرمز تنګي او باب المندب کې د بیړۍ چلولو ازادي تضمین کړي.”
امریکا دا ګام وروسته له هغه اوچتوي چې په خلیج عمان کې د تیلو په کښتیو بریدونه وشول او د امریکا په ګډون سعودي او عرب اماراتو د دې بریدونو تر شا د ایران لاس یاد کړ خو ایران بیا دا تورونه ردوي.
هغه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم جوزېف ډنفورډ ته ورته خبره کړې وه چې دوی به د هرمز تنګي د ډاډمن کیدو لپاره له هرې چارې کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا کړکېچ ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دی او امریکا درګرده د تازه بندیزونو خبره کوي

















