اشرف غني: دسولې راتګ ته ژمن یو، خوانتخابات باید په خپل وخت ترسره شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دګډحکومت مشر اشرف غني د سولې راتګ او ټاکنو ته ژمنتیا ښودلې. غني زیاتوي، سوله موهدف دی خو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم باید پر خپل وخت ترسره شي.
غني چې نن یې له فساد سره د مبارزې په اړه د اروپايي ټولنې پنځمې ناستې ته وینا کوله ، د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه وغندل.
دده په خبره د ماشومانو وژل د ټولو بشري قوانینو ماتول دي او دغه ډول پېښې جنګي جنایت بلل کېږي.
هغه همدا راز وویل، چې ټول ملت سوله غواړي او سولې ته د رسېدو لپاره قوي اراده په کار ده.
دده په خبره حکومت سولې ته ژمن دی، سوله راولي خو راتلونکې ټاکنې به هم پر خپل وخت ترسره کېږي.
ولسمشر غني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ویل کېږي سوله به تر ټاکنو مخکې کېږي او که ټاکنې ترسولې مخکې شي نو ښايي د سولې پروسه تر ډېره وځنډېږي.
ولسمشر غني دغه راز د فساد پر وړاندې مبارزه جدي بللې ده او په دې برخه کې یې د لاس ته راوړنو یادونه کړې.
غني دطالبانو وروستي بریدونه ځکه غندلي چې دچاودنې پرمهال دځینې ښوونځیود ښیښو دماتېدا له امله یوشمېر زدکونکي زخمیان شوي وو.
خونوموړي بل لور ته په وردګو، خوست، بغلان اونورو ولایاتوکې دړندو بمباریو له امله په ولسي مرګ ژوبله هیڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی.



