افغانستان ته پاکستاني صادراتو کې پنځه سلنه کموالی راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۲)
د پاکستان د مرکزي بانګ د شميرو له مخې، افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه تر پخوا پنځه سلنه کمه شوې ده.
د پاکستان مرکزي بانک ويلي چې تير کال افغانستان ته د پاکستاني مالونو د صادراتو کچه یو ميليارد او څه باندې څلور سوه ميليونه ډالره وه خو روان مالي کال کې تر اوسه یو ميليارد او څه باندې نوي ميليونه ډالرو ته رسيدلې چې پکې پنځه سلنه کموالی ښيي.
په پيښور کې سوداګر وايي، چې په تورخم پوله د پاکستان له خوا د تجارت لپاره شرایط سختول، پاکستان کې د افغان سوداګرو لپاره ستونزې رامنځته کولو له امله دغه صادرات کم شوي دي.
په پيښور کې د اقتصادي چارو کارپوه حق نواز وايي، د دواړو هيوادونو تر منخ سړې سياسي اړيکې د دې لامل شوي چې افغانستان اوس د سوداګرۍ لپاره بديلې لارې لټوي او په وروستيو کې يې له ايران سره صادرات او واردات زيات شوي دي.
ډير کله پاکستان د افغان سوداګرو لپاره پر پوله ستونزې جوړې کړي چې له کبله يې سوداګرو ته زيانونه اوښتي او اوس ډيری سوداګر پر دغه لاره د مالونو صادرولو ته زړه نه ښه کوي.



