ننګرهار: طالبانو پر داعش وسله والو جګړه پيل کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۲)

د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.

د خوګياڼو ولسوالۍ څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، له تيرو څو ورځو راهيسې طالبانو پر داعش وسله والو جګړې پيل کړي چې له پرون راپديخوا يې ځينې سيمې ترې نيولي دي.

یادې سرچينې ته عيني شاهدانو ويلي، چې طالبانو پرمختګ کړی او له داعش وسله والو يې مهم مورچلونه نيولي دي.

سرچينه وايي، تيره شپه طالبانو د مرکخيلو تنګي کې د وچ لګډ سر له داعش وسله والو نيولی او لا هم جګړه روانه ده.

په جګړه کې داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د یادونې ده، چې د خوګياڼو ولسوالۍ د مرکخيلو، وزيرو او اګام تنګيو پر لوړو څوکو کې داعش وسله وال شتون لري چې وخت ناوخت لاندې کليو ته راکوزيږي چې د زور زياتي او ظلمونو له امله يې زرګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button