پکتیا: ناپېژاندو برید کونکو ددې ولایت دسیمه ییزې راډیو چلونکی وژلی

کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دناپېژاندو وسلوالو له لوري دپکتیا ولایت دصدای کردېز راډیو د تفریحي او ادبي خپرونو چلونکی نادر شاه صاحب زاده وژل شوی.
نادرشاه د جمعې په ماښام (د چنګاښ په ۲۱مه)نادرکه او نن د شنبې (د چنګاښ په ۲۲مه) مړی یې د دوی د استوګنې په سیمه کې موندل شوی دی.

د صدای ګردیز راډيو د خپرونو مدیرامین الله امیري ویلي چې، نوموړي د یو کال راهیسې په صدای ګردېز کې تفریحي او ادبي خپرونې چلولې، د هغه په وینا نادرشاه له چا سره کومه شخصي ستونزه نه لرله.
امیري وایي له نښو داسې ښکاري چې نادرشاه په ډزو نه ‎دی وژل شوی او پر جسد یې د سختې شکنجې او چاقوګانو نښې معلومېږي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې د پېښې د عاملینو او  لامل  د معلومولو لپاره څېړنیزې ډلې کار پیل کړی دی.
د پېښې مسوولیت هم کومې ډلې یا کوم کس په غاړه نه دی اخیستی.
دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د یوې سیمه‎ییزې رسنۍ کار کوونکی وژل کېږي.

داپه داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو دوه ونۍ وړاندې رسنیو ته کلک اخطار ورکړی وو.
طالبانو ویلي وو، که رسنۍ خپلو زهرجنو تبلیغاتو ته دپخوا پشان تردې وروسته هم دوام ورکړي؛ سخته سزا به وویني، لیکن ددې خبریال په اړه تراوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button