که موبایل مو په اوبو کې وغورځیږي نو دا غلطي هیڅکله ونه کړئ !

که موبایل مو په اوبو کې وغورځیږي نو دا غلطي هیڅکله ونکړئ چې اکثر خلک يې کوي، ګیګیټس ناو وېبسايټ په خپل یو تازه راپور کې وايي، چې کله زموږ مبايل په اوبو کې وغورځیږي د راویستلو سره سمدلاسه سیم کارت ترې وباسو او د تودې هوا والا ماشین باندې وچوو چې دا خپله یوه لویه غلطي ده ځکه د سیم کارت په ویستلو سره د اوبو لاره خلاصیږي او د تودې هوا پواسطه په اسانۍ سره اوبه د موبایل مایین بورډ ته ځي.
دغه راپور زیاتوي کله هم چې داسې پیښې سره مخ شوئ نو لومړۍ کوشش وکړئ موبایل بند کړئ او که د بیټرۍ ویستلو لار وه نو ترې ویباسئ د موبایل په بټنو کې ګوتې مه وهئ، موبایل وچولو وخت کې ټکان مه ورکوئ،ګوشکي ورکولو څخه ډډه وکړئ ځکه د دغو طریقو له لارې موبایل نه وچیږي کوشش وکړئ چې زر تر زره د موبایل مو د موبایل جوړولو یو تکړه ټیکنیشن ته وښئ، ټیکنیشن ته دروغ مه وايي، ورته ووايي چې موبایل مو اوبو کې غورځیدلی چې هغه په تخنیکي ستونزو پوه شي او د زیات تاوان څخه وژغورل شۍ.



