څيړنه: لوړه سلنه افغانان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو باور نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۳)
د تحقيق او تحليل په نوم يوې مؤسسې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه څيړنه “سروې” کړې چې په پايله کې يې څرګنده شوې چې لوړه سلنه افغانان په راتلونکو ټاکنو بې باوره او لا يې د رايې اچونې پريکړه هم نه ده کړې.
یادې مؤسسې په دوو مياشتو کې د هيواد په يوديرش ولايتونو کې له ۲۴۰۵ کسانو سره خبري کړي چې دولتي او غير دولتي کسان پکې شامل دي.
سرچينه کاږي، د سروې په پايله کې ورته څرګنده شوه چې ۴۳،۳ سلنه خلک پر انتخاباتو باور نه لري او نه يې تر اوسه د رايې اچونې پريکړه کړې.
د تحقيق او تحليل مؤسسې غړی نويد رحماني وايي، د يادو شميرو لوړه کچه په مزار، کابل، هرات، او جلال اباد ښارونو کې دي چې په وينا يې تر اوسه يې په انتخاباتو کې د برخه اخيستو په اړه هم څه پريکړه نه ده کړې.
د یادې مؤسسې په راپور کې راغلي، چې تر اوسه ٪۴۰ بزګرانو، ٪۳۴ سوداګرو، ٪۴۱غیر دولتي کارکوونکو، ٪۴۵دولتي کارکوونکو او ٪۳۸ بې کاره کسانو تر اوسه دا پريکړه نه ده کړې چې چاته به رایه ورکوي.
که څه هم افغانستان کې د ولسي جرګې، ولايتي او ولسواليو شوراګانو او ولسمشریزې ټاکنې ترسره کيږي خو په دغه ټولو ټاکنو کې تر زياتې اندازې درغلۍ، فساد او رشوتونه اخيستل کيږي چې ډير کله د خلکو رايې پلورل کيږي او تر یو اندازې د انتخاباتي کميسيونونو چارواکي هم پر درغليو کې ښکيل کيږي چې ډيری وکيلانو د پيسو په بدل کې کاميابوي.



