د کابل پوهنتون ښځينه محصلینې: د نومرو په بدل کې رانه جنسي غوښتنې کيدې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۳)
د کابل پوهنتون ښځينه محصلينې وايي، چې د پوهنتون استادانو ورنه د نومرو د ورکړې په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنې کړي دي.
د کابل پوهنتون یوه ښځينه محصله چې خپل نوم يې نه دی ښودلی ازادي راډيو ته ويلي، چې ډير کرته د یوه استاد له خبرو او جنسي کتو سره مخ شوې په وينا يې نوموړي خپل دفتر ته هم د جنسي خواهش د پوره کولو لپاره ورغوښتې وه.
یاده محصله چې مستعار نوم زبيده ښيي وايي، د هغه دفتر ته د نه ورتلو له کبله نوموړي استاد پنځه چانسونه ورکړل (خو کله چې دفتر ته ورغلم نو د کمپيوټر په ښيښه يې یوې ايرانۍ لوڅې ښځې سره خبرې کولې او ماته يې هم وښوده چې داسې ملګرې لرم.)
راپور کې راغلي، چې یوازې د کابل پوهنتون نه بلکې د برهان الدين رباني او د دې ترڅنګ په ځينو نورو خصوصي پوهنتونونو کې هم د استادانو له خوا له نجونو د جنسي اړيکو غوښتنې کيږي.
د مریم او زهرا په نوم دوو نورو نجونو هم ورته ادعاګانې کړي چې په وينا يې د امتحان پر مهال ترې د استادانو له خوا د نومرو د ورکړې په بدل کې د جنسي اړيکو غوښتنې شوي خو دوی چې نه دي منلي نو چانس ورته ورکړل شوی او یا يې تعليم پريښی دی.
که څه هم ځينې استادان له ورته ادعاګانو سره موافق نه دي او یوازې شایعات يې ګڼي خو د کابل پوهنتون استاد سيد مسعود وايي، له دغه مسئلې سره موافق دی او داسې استادان هم شته چې د ډير عمر لرونکي وي، دغه ډول ناوړه عمل ترسره کوي او پر پوهنتونونو د خلکو باور له منځه وړي.
تر دې مخکې په کابل او ولایتونو کې د پوهنتونونو یو شمېر استادان د اخلاقي فساد په تور نیول شوي خو لا هم د دغه کړنو مخه نه ده نيول شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې داسې راپورونه ورکړل شول چې په ارګ، حکومتي ادارو او د وزارتونو او لوړپوړو چارواکو په کچه له ميرمنو څخه د دندو د ترلاسه کولو په بدل کې د جنسي اړيکو غوښتنې شوي دي.



