کرکټ نړیوال جام: نن به پايلوبه کې انګلستان او نيوزيلېنډ سره مخ کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۳)
د کرکټ نړيوال جام د سياليو په پايلوبه کې نن انګلستان او نيوزيلېنډ په لومړۍ ځل سره مخ کيږي.
تر دې مخکې نيوزېلنډ په نيمه پايلوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه او انګلستان بيا په نيمه پايلوبه کې استراليا ماته کړ چې دواړه لوبډلې پايلوبې ته ولاړې.
انګلستان د روان نړیوال جام سياليو په خپلو نهه لوبو کې شپږ وګټلې او درې بايللي او نيوزېلنډ بيا د خپلو نهه لوبو پنځه ګټلي، یوه يې مساوي او درې يې بایللي دي.
انګلستان او نيوزيلېنډ چې دواړه د کرکټ مخکښې لوبډلې دي تر دې مخکې يې د نړيوال جام اتلولي نه ده خپله کړې.
انګلستان درې ځل د نړيوال جام پايلوبې ته لاره موندلې خو د پاکستان، ويسټ انډيز او استراليا څخه يې ماتې خوړلې.
همدارنګه نيوزيلېنډ هم په ۲۰۱۵م کال کې د نړيوال جام پايلوبې ته لاره پيدا کړه خو استراليا ماتې ورکړه.



