کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۶چنګاش، ۱۳۹۸)
پخوانی امریکایي پوځي جنرال ډېنیل ډېویس وایي، د افغانستان جنګ یوه عبثه جګړه ده او په وینا یې چې د امریکایي ځواکونو په وژلو نه ارزي.
ډېویس په فراه کې د یو امریکایي عسکر جمېز وژل کیدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، دا دوولسم امریکایي عسکر دی چې په دې کال کې وژل شوی دی.
نوموړی وایي، د جمېز کورنۍ ته موږ دا نشو ویلای چې هغه د خپل وطن په دفاع کې مړ شو، بلکې هغه په یوه عبثه جګړه کې وژل شوی دی.
دی په دې باور دی چې باید د افغانستان روانه عبثه جګړه پای ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د غزني په قره باغ کې د طالبانو په یو نفوذي برید کې ۴ تنه امریکایي ځواکونه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.
په امریکا کې ډیری خلک د افغانستان له جګړې سره مخالف دي او دا یوه ناروا جګړه بولي.


















