موناکو لومړی اروپايي هېواد شو چې پنځم نسل انټرنيټ پکې کار پیل کړ

زموږ د هیواد یو کلي کدرې کوچني هیواد موناکو کې د یوې چینايي کمپنۍ هواوې په مرسته د پنځم نسل انټرنيټ کار پیل کړ او ویل کېږي ټول وسایل او خدمات د همدې چینايي کمپنۍ له لورې برابر شوي دي.
که څه هم د چین په دې موبایل کمپنۍ په امریکا او د اروپا په ځینو هېوادونو کې د جاسوسې تورونه هم لګول شوي، خو موناکو لومړی اروپايي هېواد شو چې پنځم نسل انټرنيټ پکې کار پیل کړ.
سربېره پر دې چې موناکو یو کوچنی اروپايي هېواد دی او له څلوېښت زرو یې نفوس هم کم ګڼل شوی، خو هواوې هغه خپله ژمنه سرته ورسوله چې په ۲۰۱۸م کال کې یې له دې هېواد سره د پنځم نسل انټرنيټ په اړه کړې وه.
یاده دې وي چې اوس مهال په سویلي کوریا هم د 5جي یا پنځم نسل انټرنيټ خدمات پیل شوي او تمه ده چې تر ۲۰۲۲م کال پورې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د دې چټک انټرنيټ خدمات ټولې نړۍ ته وغځېږي.



