غورځنګ
کله چې اسلامي نړۍ ته لومړی ځل ډيموکراسي راننوتله او اسلامي نظامونه په اسلامي ټولنو کې ړنګ شول نو ډیموکراټانو دغه ډول قوانين چې اصلاً د ځينو خود غرضو سرمايه لرونکو اشخاصو له لوري جوړ شو او لومړی ځل په کفري ټولنو او بيا ځل په مسلمانانو باندې د وخت په تېرېدلو سره تحميل شول، دغو قوانينو ته د ډيموکراسۍ قوانين وويل شول او نظام ته يې ډيموکراټيک نظام وويل شو چې معادل يې جمهوري نظام دی.
د ډيموکراسۍ نظام اصلاً د څو سرمايه دارانو بدماشانو ژوند، امن، سوله، ګټې او هر څه تأمينوي او تضمينوي، او دغه نظام چې د پخوانيو يونانيانو ارسطو، سقراط، افلاطون او نورو له لوري د خپل ذهن او فکر تخليق دی؛ رامنځته شوی دی خو وروسته له هغه وخته چې صليبي جګړې پيل شوې او اسلامي فاتحانو لکه نورالدين زنګي، سلطان صلاح الدين ايوبي او نورو اشخاصو د صليبيانو سرسختو جګړو ته د پای ټکی کېښود او صليبيان يې مکمل له اسلامي نړۍ څخه پسې واخيستل؛ زور ونيو.
مخکې له صليبي جګړو څخه پر صليبي نړۍ باندې فيوډالي نظام حاکم وو، چې ټول صليبيان پکې د فيوډالانو خادمان بلل کېدل، او له هېڅ ډول انساني حقوقو څخه صليبيان برخمن نه وو، لنډه دا چې صليبيان له صليبي جګړو څخه مخکې مکمل د ژوند او زنده ګۍ له اصولو څخه ناخبره وو، مګر کله چې صليبي جګړې پيل شوې او صليبيان اسلامي سيمو ته داخل شول نو له مسلمانانو څخه يې د ټولنيز ژوندانه اصول، تحمل او نور ډېر د ژوندانه ډېر اړخونه زده کړل، چې په دې واسطه کله چې خپل سیمو ته بېرته ستانه شول نو د صليبي نړۍ سرمايه داران خلک چې بورژوا طبقه يې بلله؛ د خپلو ګټو د تأمين لپاره يې يو ځل بيا هماغه د ارسطو، او نورو يوناني پوهانو ډيموکراټيک اصول په نوې بڼه د دې لپاره چې پلي او دود کړل چې د سرمايه دارانو يا بورژوا د طبقې ژوند، امنيت او سرمايه خوندي واوسي.
لنډه دا چې ډيموکراټيک اصولو او جمهوري نظام له اروپا څخه سرايت وکړ او ان اسلامي نړۍ ته هم دغه منحوس نظام راغی، او هوبه هو په هماغه اروپايي شکل دلته هم پلي شول.
خو کله چې دغه نظام او قوانين په اسلامي نړۍ کې پلي کېدل نو په پيل کې ورته مسلمانان خوشبين وو، خو چې تر څو پورې يې وخت ووت، ورو ورو يې مسلمانان په خباثت وپوهېدل خو اوس د اسلامي ټولنې په رګونو کې داسې ننوتلي قوانين او نظام دی چې د وتلو او ختمېدلو يې هېڅ امکان نه ښکاري، بلکې چې ورځ وځي نو په اسلامي نړۍ کې يې ريښې نورې هم غځېږي.
خو له کومه وخته چې پر افغانستان باندې نړيوال کفر يرغل راوړی دی او د طالبانو نظام يې په سخت دريځۍ، افراطيت او نورو نومونو باندې وتوراوه، نو له هماغه پيل څخه بيا تر اوسه پورې د امريکا، اروپا او نورې کفري نړۍ او د هغوی د غلامانو کړنو، اعمالو او نورو افعالو افغانانو او ټولې نړۍ ته دا ثابته کړه چې ډيمکراسي او جمهوري نظامونه يوازې د څو جنګسالارانو، ظالمانو، مفسدو او نورو هغو نړيوالو غلو چې د خپلو ملتونو په وينو يې خورا زياته سرمايه موندلې وي؛ نظام او اصول دي.
نو ويلی شو چې د ډيموکراسي او جمهوري نظامونو هغه شعارونه چې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د ماشومانو د حقونو، د انساني حقونو او نورو هر اړخيزو حقونو په اړه يې ورکول ټول په مکمل ډول پوچ، بې مفهومه او يوازې د روانې امریکايي او نړيوالې صليبي جګړې د اهدافو او ګټنې لپاره تر سره کېږي. او په هېڅ ډول پورتنيو شعارونو ته دغه ډول نظامونه او اصول ژمن نه دي. بلکې چې تر کومه پورې يې وس کېږي تر هغو پورې د پرديو خصوصاً اسلامي ملتونو ژوند ګواښي او هر څه ورڅخه تروړي.
خو يو حقيقت بايد په ډاګه کړو، هغه دا چې له سوونو کالو څخه چې امريکا او نورې کفري نړۍ د اسلامي نړۍ پر وړاندې کومې هڅې تر خوږو شعارونو لاندې پيل کړې وې او زياترو مسلمانانو هم داسې ګومان کولو چې ګواکې امريکا او نوره صليبي نړۍ له دوی سره خواخوږي لري، د صليبي نړۍ دغه ډول هڅې په افغانستان کې پوچې وختلې او بيخي په اوسني وخت کې له ګواښ سره مخ دي.
يعنې امريکا او نوره صليبي نړۍ په افغانستان کې د رسوايۍ تر دومره حده ورسېدله چې اوس يې د پټولو چل نه ورځي نو په دې اساس يې طالبانو ته د مذاکراتو بلنه ورکړه او ورسره يې د خپلو پوځونو وتل ومنل.
يعنې کوم بمبارونه، وحشتونه، شپنۍ چاپې، د ماشومانو ډله ييز شهادتونه، د ښځو شهادتونه، د ځوانو کادرونو وژنه، د مقدساتو توهين، د بې پرې ځايونو نړول او نور ناوړه اعمال چې د امريکا په امر او د کابل د ادارې په خوښه تر سره کېږي، دغو اعمالو له افغانستان څخه د ډيموکراسۍ او جمهوريتونو جنازه ووېستله او د ډيموکراسۍ اصلي څېره يې ټولې نړۍ حتی صليبي نړۍ ته هم روښانه کړه چې دا دی اوس په صليبي نړۍ کې هم داسې خلک پيدا شوي دي چې له ډيموکراسۍ او جمهوريتونو څخه بې زاري ښيي.
















