ترکيه وايي، د ایف ۳۵ جنګي الوتکو له پروژې يې نوم حذفول غير قانوني دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۷)
وروسته له هغې چې ترکيې له روسيې هيواد څخه د اس ۴۰۰ دفاعي سستم واخيت امریکا ويلي چې د ترکيې نوم به د ایف ۳۵جنګي الوتکو له پروژې حذف کړي.
ټاکل شوې وه چې ترکيه له امريکا څخه سل ایف ۳۵ جنګي الوتکې واخلي خو د امريکا د دفاع وزارت مرستيالې الن لرد ويلي، چې د ترکيې د یادو الوتکو د اخيستلو په پرژوه کې ځنډول شوی او حذفولو بهير به يې هم ډير ژر پيل شي.
ترکيې د امريکا دغه ګام ته په غبرګون کې ويلي چې د ترکيې نوم د ایف ۳۵ جنګي الوتکو له نوملړه ايستل د امریکا غير قانوني کار دی.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې امريکا دې له خپل دغه عمل څخه په شاه شي ځکه چې دا کړنه به د دواړو هيوادونو اړيکو ته زيان واړوي.
ترکيې له روسيې څخه د ۲،۵ ميليارده ډآلرو په ارزښت د روسيې ایس ۴۰۰ دفاعي سستم واخيست او روسيې ته يې د رونې لپاره ځواکونه هم واستول چې دغې چارې د امريکا او ترکيې تر منځ اړيکې ترينګلې کړې.



