یوشمېرنادولتي ادارې حکومت ته په خطاب کې: د ولسي وګړو په نښه کول جنګي جنایت دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۷ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

دهېواد په لر او بر کې له شدیدو ړندو بمباریو وروسته یوشمېر نادولتي ادارو په دولتي لوري نیوکې کړي او وروستۍ بمبارۍ یې جنګي جنایت بللي.

دا نادولتي ادارې د جګړې ښکېلو لوريو له خوا د روغتيا او ښوونيزو چارو پر کارکوونکو بريدونه د نړيوالو او بشردوستانه قوانينو خلاف عمل بولي او غواړي چې دغه بهير دې ژر تر ژره ودرول شي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ یوشمېر رسنیو خبر ورکړ چې میدان وردګو ولایت کې د افغانستان لپاره دسوېډن کېټې اړوند ٤٢ روغتيايي مرکزونه تر هغه وروسته طالبانو تړلي چې حکومتي ځواکونو ددې ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال څلور روغتيايي کار کوونکي ووژل.

خو دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند اومذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین په یوټوېټ کې دا راپورونه رد کړل، او دایې تبلیغاتي جنګ یاد کړی و.

ددې غندنو بر دوام دافغانانو لپاره د بشري او پراختيايي مرستو د همغږۍ ادارې (ACBAR)، سويډن کمېټې، افغان روغتيايي او پراختيايي موسسې (AHDS) او د کډوالو لپاره د ناروې سفارت پلاوي د جګړې له ښکېلو لوریو خصوصاً له دولت غوښتنه کړې ده چې د ملکیانو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دیادونې وړ ده چې تېره او روانه ونۍ دافغانستان په یوشمېر ولایاتو کې ددولت له لوري دشپنیو چاپو او ړندو بمباریو پر مهال لسګونه بې ګناه وګړي ووژل شول چې دهېواد په داخل اوخارج کې یې توند غبرګونونه راوپارؤل.

مربوطه مطالب

Back to top button