کابل ټکی کام (یکشنبه ۲۷ مرغومي ۱۳۹۴ ل) احمدالله مهاجر
یوه انجلۍ چې ۱۵کاله عمر یې درلود، کولر کوټس ساحل کې چې په شمال لوېدیز انګلستان کې پروت دی ډوبه شوه چې وروسته د عامو وګړو له خوا د ژغورل شوه او نن یې په روغتون کې د زړه د ټکان له وجې ساه ورکړه..
دغه انجلۍ چې د ځوانانو له یوه ټولي سره د چکر لپاره وتلې وه، شمالي کولرکوټ ساحل ته څېرمه د شنبې پر ماښام مړه شوه.
پولیس وایي، چې یاده انجلۍ د د سمندر په یوه څنډه کې د عوامو له خوا وژغورل شوه، خو بیا یې هم د سختو قلبي ټکانونو له کبله ساه ورکړه.
ډاکټرانو د یادې انجلۍ د ساه ور کونې لامل د زړه ټکان بللی دی.
پولیس زیاتوي چې په سیمه کې د ژغورنې هليکاپټرو او پولیسو ته ماښام ۸بجې خبر ورکړل شوی وو.
پولیس وايي چې یوه بله انجلۍ او هلک چې د دواړو عمر تقریباً څوارلس کاله وو، هم روغتون ته رسول شوي او دواړه ژغورل شوي دي.
له دې وړاندې چې یاد ټولی دې یادې سیمې ته داخل شي، د سیمې د چاپېریال ساتنې مسئولینو خلکو ته خبردارۍ ورکړی وو تر څو یادې سیمې ته ور نشي، ځکه چې د دې سیمې قوي څپې وژونکي دي.


















