لیکنه : نقیب احمد احمدي
اقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله، اقصی د هر مسلمان په ذهن کې يو مقدس انځور، فلسطين د اسماني دينونو د نازلېدو خاوره، بيت المقدس چې د مسلمه امت د تمدن ياګارونه پکې ځلېږي. هغه مسجد اقصی چې الله جل جلاله يې په قرآنکريم کې په دې ډول ستاينه کړې ده. ((مسجد الاقصی الذی بارکنا حوله)) (هغه مسجد اقصی، چې د ده چاپيريال مو مبارک کړ.)
خو اقصی څه شو؟
اقصی څنګه له لاسه لاړ؟
هغه فلسطين چې زمونږ پلرونو په خپلو وينو راته ګټلی و، هلته يې د اسلام د عظمت کوم يادګارونه مونږ ته پريښي وو، هغه مونږ پر خپلو اوښکو ووينځل. مونږ پر بايللي قدس ژړاګانې وکړې خو مونږ د ژړا پر ځای تورې ته لاس نه کړ. د ولسونو په ژوند کې داسې ډېر وختونه راځي، چې د قلم د ژبې پر ځای د تورې ژبه ډېره غوره وي. د جزيرة العرب مسلمانانو په اقصی اوښکې تويې کړې، چا د غم ليکنې او اشعار وويل، خو اقصی وينو ته ضرورت درلود. ځکه د يوه ولس د عظمت او آزادۍ تاريخ په اوښکو نه بلکې په وينو ليکل کېږي. خو هغو ځوانانو چې د اقصی د مسلمانانو بدو ورځو يې خوبونه تښتولي وو، د قربانۍ ميدان ته را ووتل خو کله، چې د ازآدۍ په جګړه کې دې غازيانو په خپلو وينو د فلسطين د برخليک پرېکړه کوله د مصر او عربي وچې په شاهي ماڼيو کې د بيت المقدس د خرڅلاو معامله روانه وه. د دې کم شمېر غازيانو وينه د بايللي فلسطين لپاره کافي نه وه، بلکې ټولنيز جهاد او خوځښت ته اړتيا وه، خو عربي نړۍ را ويښه نه شوه، عربي مشران پر خپل عيش او نوش باندې اخته ول، هغوی د فلسطين د تور سريو زړه سورۍ کوونکې کريږې نه اورېدې، چې وحشي يهوديانو د قدس په بازارونو کې کشکولې. دنياوالو ته د فلسطين د عروج پړاوونه مخ ته مخ ته کېدل، چې په پراخه سينه يې د عمر ابن الخطاب، خالد بن وليد او صلاح الدين ايوبي د وارثانو د جلال او دبدبې داستانونه ليک وو. د دې قوم د لوڼو په سترګو کې د بې کسۍ او بې وسۍ اوښکې ځلېدې، خو هيڅ غم خور يې نه وو.
توره هغه وخت بې وسه شوه، چې د پورته کولو لاس يې غوڅ شو. اخر فلسطين له لاسه ولاړ، خو د فلسطين د ازآدۍ جنګيالي اوس هم توره په لاس له نړيوال صهونيزم سره په دې تمه ډغرې وهي، چې يوه ورځ به بيا کوم صلاح الدين ايوبي را پيدا شي، د محمود غزنوي کوم بچی به د دوی مرستې ته ور ودانګي.
د زمانې د بدلونونو چوپ نندارچي د وخت لمن ونيوله او په حيرت يې پوښتل ايا دا هماغه قوم و، چې وينې يې د اقصی په منارو کې ځلېږي؟
د اقصی دردونه دومره زيات دي چې په دې وړه ليکنه کې نه ځاييږي خو دا مهمه نده، چې دا ټول دې د کاغذ پر مخ ليک شي بلکې د دې دردونو جټکې بايد زمونږ احساسات را وپاروي تر څو د قربانۍ ډګر ته لاړ شو.


















