په امنيتي ادارو کې غير مسلکي ګومارنو د عسکرو تلفات زیات کړي

راپورتاژ: عبدالرحمن

د ولسي جرګې غړي وايي، چې په وروستيو کې د زياتېدونکې جګړې له امله د امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې هم ډيروالی راغلی چې د اندېښنې وړ دی.

د ولسي جرګې یو شمير غړو د دغه تلفاتو پر زياتيدو اندېښنه ښودلې زياتوي چې د ښکيلو غاړو تر منځ ملکي مرګ ژوبله هم زياته شوې چې بايد پاملرنه ورته وشي.

د ولسي جرګې غړو له څو مياشتنیو شخړو او ځنډ وروسته خپله لومړۍ غونډه په هيواد کې د روان امنيتي وضعيت په اړه وکړه او د جګړو پر زياتوالي يې اندېښنه څرګنده کړه چې په خبره يې د سولې روانو هڅې به هم ورسره زيانمنې شي.

د دغه جرګې غړي یارباز حميدي او زلمی نوري وايي، په امنيتي ادارو کې د ولسمشر له لوري غير مسلکي خلک ګومارل شوي چې له امله يې جګړه لا تونده شوې او د ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

د جرګې غړو په لومړنۍ غونډه کې پریکړه کړې چې امنيتي چارواکي به د روان وضعيت په اړه د جرګې تالار ته د پوښتنو او سپيناوي لپاره ورغواړي.

په وروستيو کې طالبانو په دولتي ځواکونو خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی چې ورسره د افغان پوځ په تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی.

طالبانو څو ورځې مخکې د بادغيس ولايت په آبکمري ولسوالۍ کې پر هغه کومانډويي ځواکونو بريد وکړ چې سيمې ته د عملياتو په موخه تللي و.

په ياد بريد کې څلورديرش کوماندويي عسکر ووژل شول، ګڼ شمير ټپيان او یو شمير نور طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلل.

دغه راز د کندهار په امنيې قومندانۍ بريد کې هم ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د ځايي باوري سرچينو په وينا امنيتي مسؤوولينو د عسکرو تلفات پټ ساتلي دي.

په دفاع وزارت کې یوې امنیتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه هره ورځ د پنځوس تر شپيتو په شاوخوا کې عسکر کابل ته راليږل کيږي، هغه چې د طالبانو په بريدونو کې وژل کيږي.

د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وايي، امنيتي مسؤولين بايد د کومانډويي ځواکونو د تلفاتو اوښتو او افغان پوځ ته د زياتيدونکو تلفاتو په اړه بايد ځواب ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button