پاکستان: ډيره اسمعيل خان کې پر پوليسو وسله وال بريد او چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۰)
د پاکستان خيبرپښتونخوا ایالت په ډيره اسمعيل خان کې د پوليسو پر پوسته وسله وال بريد او چاودنه شوې چې له کبله يې اته تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي.
د ډيره اسمعيل خان د پوليسو مشر سليم رياض وايي، نن د یکشنبې په ورځ دوو تنو موټرسيکل سپرو وسله والو په کوټله سيدان سيمه کې د پوليسو پر پوستې ډزې وکړې چې دوه تنه پوليس يې ووژل.
د پوليسو په وينا، کله چې د پوليسو جسدونه د ډي ای خان سيمه ييز روغتون ته وليږدول شول، د روغتون په دروازه کې نور پوليس هم راټول شوي و چې پر مهال يې د يوه کس له لوري چې په ځان پورې يې چاوديدونکي توکي تړلي و چاودنه وکړه.
پوليس وايي، په چاودنه کې دوه نور پوليس، درې عام کسان وژل شوي او د شپږو پوليسو د ټپي کيدو تر څنګ شاوخوا شل تنه نور ټپيان دي.
د پيښې ځای ته نور امنيتي ځواکونه رسيدلي او په سيمه ييزو روغتونونو کې بيړنی حالت اعلان شوی دی.
چارواکي وايي، دغه چاودنه يوې ښځې کړې او په ځان پورې چاوديدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې ده.
د ډيوه راډيو د راپور له مخې، د دواړو بريدونو مسؤوليت پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې محمد خراساني ويلي چې د بريدونو په اړه به وروسته جزيات له رسنيو سره شريک کړي.


