هندي او پاکستاني ځواکونو پر یوه بل ډزې کړي؛ پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۰)
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، هندي ځواکونو د دواړو هيوادونو تر منځ پر پوله ډزې کړي چې په ترڅ کې يې د یوه پوځي د وژل کيدو سربيره څلور کسان ټپيان کړي دي.
هندي ځواکونو دغه ډزې کشمير کې په څلورو سیمو بټل، ستوال، نکيال او جندروټ کې کړي چې د پاکستاني پوځ په وينا د منظور عباسي په نوم یو پوځي وژل شوی، د درې مرمنو د ټپي کيدو په شمول څلور تنه ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ ويلي، چې د دوی له خوا هم هندي لوري ته ځوابي بريدونه شوي چې د هندي پوځ مورچلې پکې په نښه شوي او هغوی ته يې تلفات اړولي دي.
څو مياشتو مخکې د دواړو غاړو تر منځ نږدې هره اوونۍ وسله وال بريدونه کيدل خو په وروستيو کې دغه بريدونه یو څه کرار شوي و.


