پوهنې وزارت: په رسمي غونډو کې د ښوونځيو ماشومان هرکلي ته ودرول ممنوع اعلان کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳۱)

د افغانستان د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت وايي، چې له دې وروسته هيڅ دولت چارواکی حق نه لري چې په رسمي غونډو کې د ښوونځيو ماشومانو د هرکلي مراسمو کې ښه راغلاست ته ودروي.

د نزهت په وينا، د چارواکو د هرکلي مراسمو کې، په ټاکنيزو کمپاينونو، لاريونو او اعتراضيه غونډو کې د ښوونځيو ماشومانو ګډون ممنوع اعلان شوی دی.

نوموړې زياتوي، په ورته ډول غونډو کې د ګډون له کبله د ښوونځيو ماشومانو ته امنيتي ستونزې پيدا کيږي او له خپلو درسونو ووځي.

د نزهت په خبره له هغه کسانو سره به قانوني چلند وشي که څوک د دغه امر مخالفت وکړي.

تر دې مخکې په ډيری غونډو کې لوړپوړو حکومتي چارواکو او ولسمشرانو ته هم د ښه راغلاست مراسمو کې دښوونځي شاګردان ودرول شوي دي.

که څه هم د پوهنې وزارت یاد اعلان کړی خو تر دې مخکې هم حکومتونو د یاد عمل د پلي کولو امرونه صادر کړي خو بيا يې پلي کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button