په تېر پسې … / د کابل په زړه کې پر مسيحيت سربېره اوس د بهائيت فتنه
ډاکټر يوسف اکبري
د بهائیانو روژه
په کال کې 19 ورځې روژې د کال په وروستیو ورځو کې وی او روژه یواځې له خوراک او څښاک څخه ځان منعه کول دی، مګر جنسي کړنې د روژې مانع نشي کیدی او د مسافر، ناروغ، کمزوی او شیدې ورکوونکې میرمنې لپاره روژه نیشته، د نګاهی به آئین بهائي کتاب کې داسې راغلی: « د روژې ورځې نولس ورځې دی چې د مارچ له دوهمې نیټې نه پیل کیږي، نولسمه میاشت چې د روژې میاشت ده له واټن پرته د ابها پر میاشتو له زائده ورځو له ضیافت نه پیل کیږي او نولس ورځې له لمر ختو تر لمر پریوتو باید له خوراک او څښاک نه امساک وشي او لکه څنګه چې د روژې میاشت د ربیعی اعدال سره پای مومي د روژې ورخې تل په یوه فصل، یعنی پسرلي کې د شمالي کرې په نیم او پائیز په نیمه جنوبي کره کې واقع کیږي او هیڅکله د اوړي د ګرمۍ له شدت سره یا د ژمي په یخنۍ کې چې د زحمت او مشقت لامل دی تصادف نه کوی، سربیره پر دی په دغه فصل کې د ورځې اوږدوالی له مر ختو تر لمر پریوتو د ځمکې د کرې په مسکونی برخه کې نږدې یو ډول دی، یعنې تقریبا د سهار له شپږو بجو د مازدیګر تر شپږ بجو …» نگاهی به آئین بهائیت ص: 46
درنو لوستونکو قضاوت وکړې چې په څومره اندازې سره دا دجالان او د صهیونیزم مزدوران د اسلام د حنیف دین د احکامو د له مینځه وړلو په هڅه کې دي.
د بهائیانو حج
د بهائیانو حج په هغه کور کې کیږي چې میرزا حسین په هغه ځای کې هستوګنه کړې وی، حج یواخې پر نارینه و وی، او پر ښځینه و حج نشته.
دې عقائدو ته په فکر کولو سره، مومو چې دې خوځښت خپل فکر او عقیده له هغو سرچینو نه ترلاسه کړې ده چې تر ټولو مهم یې عبارت دي له:
– بودائی، براهمی، زردشتی، مانوی، مزدکی دینونه او ټولې باطلې ډلې ټپلې.
– یهودیت ، مسیحیت او دهریت.
– تر اسلام د مخه فارسي میراث.
او همداراز چې اشاره وشه د دې خوځښت تر شا په هر ګام کې یهود، روسي او انګلیسي ښکیلاک وجود لری.
د دې خوځښت د پراختیا او نفوذ ځایونه:
زیاتره بهائیان په ایران او لږ شمیر یې په عراق، سوریه، لبنان او اشغال شوي فلسطین کې اوسیږي، په دې وروستیو کې د افغان مهاجرینو د موجوده وضعیت نه په استفادې سره په بهائیانو په ګاونډي هیوادونو کې یو سلسله غیر اسلامی فعالیتونه یې د افغان مسلمانانو د کافر کولو او ارتداد لپاره په لاره اچولي او په همدې منظور مرکزونه هم لري غواړی د ښځینه او نارینه او هلکانو او نجونو د اختلاط له لارې د خپلو غیر اسلامی تعالیمو په واسطه فحشاء او منکراتو په واسطه چې کاملا د اسلام له دین سره په ټکر کې دی په څرګنده خپاره کړی او خلک د خپل باطل او منحرف بهائیت په مذهب په لومه کې نسکور کړي او همداراز هغه کتابونه او خپرونې چې په پښتو او فارسي ژبو د خلکو په مینځ کې ویشي څو وکولای شي له دې لارې د اسلام له دین او د افغانستان د غیورو خلکو د اسلام د اصلیل فرهنګ د اسلام له دین سره لوبې وکړي، خو له دې ناخبره چې زړور او با شهامته افغانان د دوی له دسایسو نه خبر دي، او باید خبر اوسي چې له دې وروسته یې نه یواخې دا چې د فعالیتونو مخه یې نیول کیږي، بلکې د اسلامی شریعت د احکامو مطابق به له دې دجالانو سره کړنه به وشي او دا پست صفته او بې همتان باید پوه شي چې د دې ټولو باطلو عقایدو سره او له د دې ډول ډول چلونو سره نشي کولای د افغان مسلمان غیرورو خلکو په لیکه کې جلا والی پیدا کړی او احمقانه او نا سم افکار د خلکو په مغزونو کې ترزیق کړي، او په دې دې پوه شي چې دوی پّ حقیقت کې له اور سره لوبې کوی چې نه یواخې دنیوی او اخروي خطرناکې پایلې به یې پر غاړه شي بلکې د افغانستان د مسلمان ملت له لوری به له سختې محاسبې سره مخ شي، او په هغه وخت کې به ورمعلومه شي چې د دینا او آځرت فلاح او نجات او رښتینولۍ یواځینۍ لار همغه د اسلام پر سپیڅلي دین التزام کول دی او د نړیوال ښکیلاک صهیونیزم مزدروانو په افغانستان کې د پښې هیڅ ځای وجود نلري، خدای تعالی فرمایي:”ومن یبتغ غیر السلام دیناً فلن یقبل منه وهو فی الآخرة من الخاسرین”.


















