ایران؛ سي ای اې ته دجاسوسۍ په تور ۱۷ تنه نیولي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
ایراني رسنۍ وایي چې ددې هېواد استخباراتو یوشمېر وګړي چې امریکا سره په اړیکو او دې هېواد ته په جاسوسۍ تورن وو؛ نیولي.
داستخباراتو وزارت ویلي، دوی په بریالیتوب سره وکولی شول چې د امریکا د جاسوسۍ شبکه په بشپړه توګه له منځه یوسي.
د دې وزارت یو چارواکي ویلي، ځینې کسان په مرګ او ځینې هغه یې په اوږده حبس محکوم شوي دي.
ایراني چارواکي وایي، دا کسان چې تورن پېژندل شوي وو د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ میاشت کې نیول شوي وو او له څېړنو وروسته ورباندې تورونه ثابت شوي دي.
دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ کچې ته رسېدلې دي، اویوبر بل دبرید شیبې شماري.
امریکا بیا دایراني استخباراتو دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دکتونکو په باور، واشنګتن به دایران له لوري وروستي اقدام نور هم غوسه او ترینګلتیا به یې تاریخي اړخ غوره کړي.



