کندهار: جګړن راز محمد د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱زمری، ۱۳۹۸)

نن سهار په کندهار کې جګړن راز محمد د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

جګړن راز محمد په کندهار کې د پولیسو یو له مهم قومندانانو څخه ګڼل کیده او د امنیه قومندان تادین خان سره یې نږدې اړیکې درلودې.

نوموړی نن سهار د کندهار ښار په ۹مه ناحیه کې د سیمانو له پله سره نږدې طالبانو ترور کړی دی.

طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې له برید وروسته د دوی ملګري روغ رمټ له سیمې وتلي دي.

د کندهار امنیتي سرچینو تر اوسه د راز محمد وژنه نه ده تائید کړې خو سیمییزو سرچینو منلې ده چې نوموړی وژل شوی دی.

کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان پکې وخت ناوخت ورته غلچکي بریدونه کوي او حکومت یې په مخنیوي کې عاجز دی.

په دې وروستیو کې طالبانو په نورو ولایتونو کې هم د حکومتي چارواکو هدفي وژنې زیاتې کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button