امريکايي شنونکی: که نظامي کلماتو جنګونه ګټلای؛ ټرمپ به د تاریخ فاتح و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲)
یوه مشهور امريکايي سياسي شنونکي مکس بووټ د ټرمپ او د افغانستان په اړه د هغه پر وروستيو څرګندونو تبصره کړې چې په وينا يې د ټرمپ ټول فکر له افغانستانه د هغه پر راوتلو متمرکز دی.
ټرمپ وړمه ورځ ويلي، که وغواړي چې د افغانستان جګړه وګټي نو په لس ورځو کې به ټول افغانستان تباه کړي خو د دې لپاره به لس ميليونه افغانان وژل کيږي.
مکس بووټ د نوموړي د يادې وينا په اړه په تبصره کې وايي، که جنګي او نظامي کلماتو باندې جنګونه ګټل کيدلای شوای نو اوس به ټرمپ د تاريخ فاتح بلل کيده په خبره يې ” هغه به سکندر، جولیس سیزر یا ناپولیون وای. خو له بده مرغه ټرمپ هغه لافوک زنکه بازه دی چې د ویتنام له جنګه یې د بوجولکي د هډوکي د خرابوالي په پلمه ځان خلاص کړ”.
امریکايي شنونکی وايي، طالبان د ټانګونو او توپونو فابريکې نه لري چې ټرمپ يې وخرابې کړي بلکې په وينا يې هغوی د خلکو په منځ کې ژوند کوي چې همدا يې د قوت راز دی.
مکس بووټ لیکي، ټرمپ په دې باور دی چې که د پاکستان چاپلوسي وکړي نو دغه هيواد به له افغانستانه د امريکا لپاره د وتلو یوه با عزته لاره ممکنه کړي.
مکس بوټ زياتوي، زمونږ افغان ملګري باید په دې اړه اندېښنه ونه کړي چې ټرمپ به يې پوپناه کړي زياتوي د هغوی ډيره انديښنه بايد دېته وي چې ټرمب به يوازې پريږدي په خبره د ټرمپ دا لاپې شاپې یوازې د همدې لپاره دي چې له افغانستانه راووځي او افغانستان طالبانو ته ورپريږدي.



