عمران خان وايي: پاکستان ته له ستنېدو وروسته به د طالبانو له پلاوي سره وګوري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲)
د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې پاکستان ته له ستنيدو وروسته به د افغان طالبانو له پلاوي سره وګوري او هغوی به افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي.
نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټيټيوټ کې د خپلې وينا پر مهال وکړې زياته يې د افغانستان په چارو کې به مداخله ونه کړي او یوازې د سولې پروسې لپاره د اسانتيا برابرولو هڅې به وکړي.
هغه وويل، تر دې مخکې يې هم ټينګار کړی چې د افغانستان روان کړکیچ په پوځي لارو نه شي حل کیدلای زیاتوي خپل هيواد ته له ستنيدو وروسته به له طالبانو سره ګوري څو افغان حکومت سره يې خبرو ته راولي په وينا يې افغانستان کې بايد ټول شموله انتخابات وشي چې طالبان هم پکې برخه واخلي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ عمران خان سره د ملاقات پر مهال وويل چې کولی شي په لس ورځو د افغانستان جګړه ختمه، افغانستان د نړۍ له نقشې ورک کړي او جګړه کې بريا ترلاسه کړي خو په وينا يې دا به د لس ميليونه کسانو د وژنې په معنا وي چې نوموړی ورته تيار نه دی.
د ټرمپ یادو څرګندونو غبرګونونه راوپارول د ټرمپ وينا يې غير ديپلوماتيکه وبلله او د بيلابيلو لوريو له خوا وغندل شوه.
طالبانو تر اوسه د عمران خان د یادو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې مخکې يې په خپلو اعلاميو کې په بار بار د کابل اوسنۍ اداره د امريکا ګوډاګۍ بللې او افغانستان کې د بهرنيو قوتونو په موجوديت کې يې کابل ادارې سره خبرې بې ګټې بللي دي.
د یادونې ده، چې له تيرو څو مياشتو راهيسې امريکا له طالبانو سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او دا چې افغان خاوره به د نورو هيوادونو پرضد نه کارول کيږي، خبرې روانې کړي چې د ښکيلو غاړ په وينا پرمختګونه پکې شوي دي.



