
ياره همغه زوړ ګيدړ يې
ډاکټر يوسف اکبري
یوه شپه گيدړ په ځنګله کې روان وو، د څوارلسم سپوږمۍ ښه رڼا جوړه کړې وه، گيدړ چې سپوږمۍ ته خپل سیوری ولید هر اندام یې د زمري تر اندامو درې برابره غټ ښکاريده، د ځان سره یې وویل چې یاره دا زمری خو ولاکه هیڅ قصه لري، موږ ولې ترې ویرېږو، دا خو یې یواځي زه کافي یم، بس نور به دلته د زمري بادشاهي پای مومي.
گيدړ سمدستي وازوالی شروع کړ، مخ د زمري پرلور رهي شو، زمري یوځای ډډه وهلې وه، گيدړ د رسېدو سم په زمري کې ځان وواهه، ول ځه بزدله ځان دې لوی تراشلی دی خو هیڅ شی هم نه یې، نن به ستا ځای او نوم د ځنګله له نقشې څخه ورکوم، زمري چې دا صحنه له خدایه پر اسمان غوښته پر ځمکه په لاس ورغله زیات خوښ شو، خو بر ښکار یې تر اقدام له مخه له گيدړه دده د جرأت لامل وپوښته چې خیر دی، دماغ خو به دې نه وي خراب شوی؟
گيدړ لا له مستیه نه و لوېدلی ګډوډ لګیاوو، زمري چې گيدړ ته لاس ور واچاوه، تر ستوني یې ونیو، ایله د گيدړ سرخلاص شو چې یاره همغه زوړ گيدړ یې، هسې د سپوږمۍ سیوري غولولی وې
خیر اوس نو کیسه تر پښېمانۍ تېره وه، نه هم ننواتو ګټه درلوده.
اوس تاسو هم دا دټرمپ د غرږي پوښتنه وکړئ چې په خپلو زانیانو وحشي عسکرو غولېدلی دی، که زموږ په ټامیانو، چوشکیانو او اربکوړو؟



