کابل کې د CIA په افسرانو سرتيری برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲)
د کابل ښار پنځلسمې حوزې مربوطاتو کې د بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان سرتيری بريد شوی چې د ځايي سرچينو په وينا مرګ ژوبله يې اړولې ده.
دغه بريد نن سهار د ترخيلو تنګي سړک سيمه کې شوی دی.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد وايي، سرتيري بريدګر د امريکايي استخباراتو CIA افسرانو لنډکروزر موټر هدف ګرځولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: ” په برید کې ۲ لنډکروزر موټر له منځه وړل شوي، په کې ناست د امریکايي استخباراتو (CIA) ګڼ شمیر افسران وژل شوي او ټپيان دي”.
طالبانو ويلي، د امريکايي استخباراتو مامورین په ځانګړي يونيفورم او خاصو موټرو کې له سيمې تيريدل چې د یوه تن ملا احمد غزنوي له خوا پرې د موټربم چاودنه وشوه.
عيني شاهدان وايي، په یاده سيمه کې د بهرنيانو پر موټريز کاروان چاودنه شوې او د پيښې ځای ته نږدې څوک نه ورپريښودل کيږي.
د کابل امنيتي سرچينې په یاده سيمه کې پر بهرنيانو چاودنه تاييدوي خو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
وخت ناوخت د هيواد په بيلابيلو سيمو کې بهرني نظاميان د طالبانو د وسله والو- توغنديزو بریدونو او موټربم چاودنو هدف ګرځي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې دغه تلفات پټ ساتي.



