فرهان یوسفزی د افغانستان کرکټ بورډ رئیس ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۲)
د افغانستان د کرکټ بورډ مخکينی رئيس عزيزالله فضلي له دندې ګوښه او پر ځای يې فرهان یوسفزی نوی رئيس ټاکل شوی دی.
د ولسشمرۍ ماڼۍ په رسمي فسبوک پاڼه کې راغلي، چې د جمهوري ریاست دعالي مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی فرهان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه ګومارل شوی دی.
عزیزالله فضلي تير کال د عاطف مشعل پر ځای د کرکټ بورډ مشر ټاکل شوی و خو د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام سياليو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټولې لوبې وبايللې چې له کبله يې د کرکټ بورډ پر مشرتابه نيوکې زياتې او ځينو کسانو د هغه د ګوښه کولو غوښتنه هم وکړه.
تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ او یا هم عزیزالله فضلي د ارګ ددغه پريکړې په اړه څه نه دي ويلي.



