کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۶ زمری ، ۱۳۹۸ل)
نن دکابل په زړه کې دملي امنیت دپخواني رئیس اوپه راتلونکو ټاکنو کې دولسمشر غني لومړي مرستیال پر دفتر وسله وال بریدګر ننوتل چې ځینې دولتي سرتیري او دصالح ملاتړي یې ووژل او ټپیان کړل.
برید لومړی په چاودنو پیل او وروسته وسله والو وکولای شول چې دفتر ته ننوځي اوبرید پیل کړي.
بعضې سرچینې خبرورکوي چې جګړه لاهم ددواړو لوریو ترمنځ روانه ده.
دصالح په اړه ویل کېدل چې دبریدګرو له لوري محاصره دی، چې ښایي وبه وژل شي،
خوکورنيو چارو وزارت وایي، له ننۍ پيښې وروسته صالح روغ وتلی او اوس مصئون ځای کې دی.
ټولنیزو رسنیوکې له یوشمېر نشر شویو عکسونو بیا ښکاري چې نوموړی په ښي لاس سرسري ټپي شوی، لیکن ټپونه یې ژور نه بریښي، ځکه چې لاس یې په عادي حالت کې پر زنګون ایښی.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دپیښې ځای ته ځانګړي قطعات تللي، یوشمېر بریدګر یې له منځه وړي، لومړی پوړ یې ترې پاک کړی، عمله یې ژغورلې، اودویم پوړ کې دواړه لوري په جګړه اخته دي.
ددې برید مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خورسنۍ کوښښ کوي چې پړه یې پرطالبانو ورواچوي، لیکن طالبان خپلې پالیسي ته په کتو دهرچا برید نه مني؛ اودا دخپل حیثت بایلل بولي.

















