کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۸ زمری ، ۱۳۹۸ل)
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې دطالبانو سیاسي مرستیال او ورسره تللي پلاوي له اندونیزیایي چارواکو اوپوهانو سره دلیدنو په جریان کې نن له جیدو اوبرجسته علماوو سره ګډ کانفرانس کې ګډون وکړ.
خبر زیاتوي، نن غرمه د طالبانود سیاسي مرستیال ملابرادر اخند په مشري د اسلامي امارت پلاوي داندونیزیا هیواد دمجلس العلماء په مرکزی دفتر کي له ګڼ شمیر پوهانو عالمانو او متخصیصینو سره به یوه ګډ کانفرانس کې شرکت کړی اوپه مهمو موضوعاتو یې بحث کړی .
داګډ کانفرانس چي د مجلس العلماء د کانفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و محترم ملا برادر اخند او ملګرو یې دافغانستان په روان وضعیت، دطالبانوپه موقف او لاس ته راوړنو رڼا واچوله او له روانو جریاناتو یې د مجلس ګډونوال خبر کړل.
دمجلس ګډونوالو دطالبانو په لاسته راوړنو خوښي ښودلې، دهر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړی، اودافغان مظلوم ولس دازادۍ لپاره یې هر راز همکارۍ ته تیاری ښودلی.
طالبان داسې مهال اندونیزیا ته سفر کوي چې په پام کې ده نږدې راتلونکی به یوځل بیا دافغانستان په روانه جګړه دنړیوالو علماوو مجلس دائر شي، کتونکي دطالبانوداسفر اوعلماوو سره ناسته ددوی تاریخي لاسته راوړنه او سیاسي عمق بولي، اوپه خبره یې طالبانو وکولای شول چې مخکې تر کانفرانس نړیوال په خپل مظلومیت معترف کړي.
















