فکري مبارزه د جهاد کلک سنګر

 لیکنه: عبدالولي خلیل

دحق او باطل تر منځ هر وخت راولاړه شوې مقابله پر دوه ډوله وي یو یې فوځ‍ي او نظامي یرغل، بل یې فکري یرغل. دپوځي یرغل په توسط له زور او ځبر ځواکۍ څخه استفاده کوي او په فکري جنګ باندې د خلکو فکرونه لوټوي او خپله عقیده پري تپي.

  غربي ټولنې چې هم پر موږ باندې یرغل کړی دی له پوځي جګړې سره سره یې فکري جګړه هم په ډېرې خاموشۍ را سره شروع کړې ده چې په دې سره زموږ له منځه اسلامي فکر او هویت ختموي او خپل غربي فکر (چې هر چا څه کول ،کوي دې، څوک به یې مخه نه نیسي) راباندې تپي.

د دې جګړې لپاره د دین دښمنانو په هر وخت کې بېلابیلې حربې په کار اچولې وي، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم وخت ته وګورو په هغه وخت کې شعر او شاعري په اوج او موج کې وه، خلکو شاعرانو ته ډېره توجه ورکوله، باطل پلوه شاعرانو به اسلام او مسلمانان په خپلو شعرونو کې غندل او دخلکو فکرونه به یې په دې سره د ځان کول .

خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم به هم دمسلمانانو شاعرانو دفاع کوله اوهغه به یې ستایل، ولې چې هماغه وخت شعر جوړونه او لوستنه دفکري جګړې اصل وو.

د اوس فکري جګړې ستر وسائل؟!

داوسنۍ فکري استعمار وسائل رسنۍ، ویب سائټونه، راډیوګاني، فېسبوک پاڼې او داسې نوري میډیایي وسېلې کوم چې دوی په کار اچولي دي، د دوی په وسیله خپل فکر په مسلمانانو پلي کوي او اسلامي فکرونه اشغالوي.

ددې جګړې مخه نیول په هماغه وسائلو شونې ده کوم چې زموږ مقابل لوری کاروي، خو له دې سره سره ځینو نورو لوازماتو ته هم اړتیا لري، هغه داچې د دښمن د فکري جګړې مکمل عناصر پېژندل لکه: سیکولرزم (لا دینیت)، لبرالیزم (دیموکراسي)، کمیونیزم (کمونیسټ)، ویسټرالیزم (غربي کېدل) او د دښمن داسې نورې شومي نظریې پېژندل او بیا یې په اسلامي، قرآني، او منطقي دلائلو دفاع کول.

د دفاع لپاره اړین ټکي په لاندې ډول دي (۱) پر قرآن او حدیث باندې له ټولو مبني عقائدو سره مکمل مطابقت او ځان اشنا کول. (۲) دینیات په پوره پېمانه مطالعه کول او له قرآن کریم سره خپل ربط قائمول.
(۳) د نویو تحریکونو سره بلدېدل.
(۴) د جهاد جزبه او دشهادت شوق په ځان کې پیدا کول.

که چیرې مسلمه امت له دې مهمو ټکو څخه برخمن و اوسي؛ نو په دې ډګر کې کلکه مبارزه کولای سي د مسلمانانو اسلامي فکرونه له غربي فکري یرغله وژغوري، چې باید په پوره پېمانه توجه ورکړل شي.

ومــاذالــک علــی الله بعــزیـز.

مربوطه مطالب

Back to top button