طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما وروستي راپور ته غبرګون وښود

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۸زمری، ۱۳۹۸)

یوناما د تیرو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه یو راپور خپور کړی چې ۳۸سلنه ملکي تلفات یې طالبانو ته منسوب کړي دي.

د یوناما په راپور کې ۱۴ سلنه ملکي تلفات بهرنیو ځواکونو ته منسوب شوي چې طالبان دا یوه بې انصافي بولي او وایي د ۸۰ فیصده ملکي تلفاتو عاملین بهرني ځواکونه دي.

د یوناما د دې وروستي راپور په غبرګون کې چې طالبانو کومه اعلامیه خپره کړې پکې ویلي یې دي، یوناما دا ځل که څه هم د هغو ملکي تلفاتو چې د شپنیو عملیاتو او بمباردونو له امله رامنځته شوي اشاره کړې خو په باور یې لا هم په دې اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

په راپور کې چې طالبانو ته د کومو تلفاتو نسبت شوی، هغه هم په دې غبرګون لیک کې رد شوی او په ځواب کې یې ویل شوي: ” د یوناما په راپور کې داسې بریدونه اسلامي امارت ته منسوب شوي چې هغه اسلامي امارت پخپل وخت کې رد کړي دي.
همدا ډول ځينې هغه اشخاص هم د ملکي خلکو په ډله کې حساب شوي چې د دښمن په لیکو کې ولاړ دي، په نظامي او استخباراتي برخه کې له دښمن سره همکاري کوي.”

د اعلامیې په پای کې له ټولو بشري او حقوقي نهادونو څخه غوښتنه شوې چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په پار دې کوټلي ګامونه اوچت کړي او په ټکو یې “اصلي عاملین یې لکه څرنګه چې ښایي په ګوته کړل شي او د ملکي تلفاتو انساني موضوع له سیاسي تعاملاتو څخه جلا وساتل شي”

یوناما دا راپور په داسې حال کې خپروي چې وړمه شپه او ورځ ګډو ځواکونو په پروان کې لسګونه بې ګنا افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.

مربوطه مطالب

Back to top button