په كابل كې د سولې څلور اړخيزه غونډه روانه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، مرغومی ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل):

په کابل کې د افغانستان ، پاکستان، امریکا او چین د استازو څلور اړخیزه غونډه نن شاوخوا ۱۲ بجې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په وینا  پيل شوه چې اوس هم روانه ده او ټاکل شوې ده، چې څلور واړه خواوې د سولې په هغه نقشه خبرې وکړي، چې له مخې به یې د افغان حکومت له ټولو مخالفو ډلو سره د سولې خبرې وشي .

د اجراییه ریاست ویاند وايي چې په دې ناستو کې د سولې پر کړنلاره بحث کېږي اوکه  پایلې مثبتې راووتې نو همدې تګلارې ته به ادامه ورکوي او کنه بیا باید پرې له سره غور وشي. د راپورونو له مخې د اجراييه ریاست ویاند دا هم وويل، چې دوی ته به په دې ناسته کې پاکستان د هغو طالبانو لیست ورکړي چې د سولې مخالف دي او په وينا يې دوی به يې پر وړاندې د جګړې لاره اختیاروي .

نن سیمه یزو رسنیو ويلي، د نن ورځې څلور اړخيزه غونډه كې به د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز چوهدري، د افغانستان مرستيال خارجه وزير حكمت كرزى، د پاكستان او افغانستان لپاره د امريكا خاص استازى ريچارډ اولسن او د چين خاص استازى سان يوژي ګډون ولري . د یادونې وړ ده چې طالبانو تر اوسه ددې څلوراړخیزې غونډې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button