امريکا کې یوه وسله وال کس شل تنه وژلي؛ شپږويشت ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۳)

د امريکا په تکساس ايالت کې یوه وسله وال کس په ډزو شل تنه وژلي او شپږويشت تنه نور يې ټپيان کړي دي.

پيښه د یاد ايالت، الپاسو ښار د سیلوویستا سوداګریز مرکز  دننه د ولمارټ په نوم په  یوه سوداګريز مرکز کې شوې ده.

د ټکساس والي ګرېګ ابوټ وايي، دا د ټکساس په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ او بده ورځ ده.

نوموړي ويلي، په ټپيانو کې د نهه تنو روغتيايي حالت ښه نه دی.

پوليس وايي، د بريد پر مهال په سيمه کې درې زره کسانو شتون درلود زياتوي دغه برید کوونکی یوويشت کاله عمر لري، پاتريک کروسيوس نوميږي د امریکا د دالاس سيمې اوسيدونکی دی او تر بريد مخکې يې په خواله رسنيو کې د یاد بريد په اړه څرګندونې کړې وې.

بریدګر د خبرو پر مهال ويلي، چې دغه برید د لاتين الاصله امريکايي کډوالو له خوا د امريکا د اشغال په ځواب کې شوی.

تر اوسه د بريد اصلي هدف نه دی څرګند شوی.

د ډونالډ ټرمپ په شمول ځينو کانديدانو او امریکايي چارواکو دغه برید ډير بد بللی او ځينې يې د پيښې ځای ته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button