امريکايي رسنۍ: ټرمپ غواړي ټول ځواکونه د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو مخکې اوباسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، زمری ۱۳)

د ان بي سي نيوز په نوم امريکايي رسنۍ وايي، چې ډونالډ ټرمپ غواړي څو په امريکا کې له ولسمشريزو انتخاباتو مخکې ټول ځواکونه له افغانستانه راوباسي.

د سرچينې په وينا، په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پاتې کيدو او را ايستلو په اړه خبرې کوي خو ټرمپ خپلو مشاورينو ته ويلي ټول ځواکونه بايد د ۲۰۲۰ نومبر له انتخاباتو مخکې راووځي.

د ان بي سي نيوز د راپور له مخې، د امریکا پنځو تنو پخوانیو نظامي چارواکو ورته ويلي چې د ټرمپ مشاورينو دا مهال په دې لټه کې دي څو په ټاکلي وخت کې امريکايي ځواکونو ته د وتلو موقع برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، چې څومره ژر کیدلای شي بايد ځواکونه له افغانستانه راوباسي.

امريکا دا مهال طالبانو سره د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه خبرې روانې کړي دي.

دا اتم ځل دی چې د خليلزاد په مشرۍامريکايي پلاوی د قطر په مرکز دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات کوي څو له افغانستانه خپل ځواکونه اوباسي او طالبان باید دا ضمانت ورکړي چې له افغانستانه څخه به نورو هيوادونو ته ګواښ نه پيښېږي.

اتم پړاو خبرو کې امريکا او طالبان موافقې ته چمتو دي او ښايي پر یادو دواړو خبرو لاسليکونه وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button